روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۲۷۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۹۲ تنه مړه شوي او ۹۳۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۴ زره او ۷۵۷ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۱۹۹ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت ویلي چې په هېواد کې د تور قارچ په نامه د کرونا نوې او خطرناکه بڼه خپره شوې ده نو هېوادوالو ته په کار ده چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































