د پاکستاني پارلمان غړو ویلي چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو خبرداری ورکړی دی. یو شمېر پاکستاني قانون جوړونکو د نوم نه خپرېدو په شرط د مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د استخباراتو رییس ویلي چې ښایي په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو مسئله سخت غبرګون هم ولري، نو پاکستان باید غبرګون ته چمتووالی ولري. دا ناسته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه جوړه شوې وه پکې د سیمې پر وضعیت خبرې اترې شوې دي. دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې که چېرته طالبان په زور واک ته ورسېږي نو پوځ به یې څه ونه کړي خو دوی به ورسره خپلې پولې وتړي.
































