روسیې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا نه شي کولی له دغه هېواد څخه تر وتلو وروسته خپل سرتېري په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، له افغانستان څخه تر وتلو وروسته؛ امریکا نه شي کولی خپل سرتیري د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې ځای پرځای کړی. کابلوف زیاته کړې چې دوی په دې اړه مخکې له مخکې ځینې مسائل له واشنګټن سره شریک کړي دي او دوی هیله لري چې امریکا ورباندې غور وکړي. هغه دغه راز ویلي، افغان حکومت او طالبانو تر اوسه پورې خپلمنځي مسائل نه دي حل کړي، دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو په خبره یې، د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه پرېکړه د افغانانو خپل کار دی.
































