رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې امریکا غواړي افغان ژباړونکې په موقتي ډول د مرکزي اسیا د هېوادونو له ډلې یوه هېواد ته ولېږدوي. راپور کې قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان هغه هېوادونه یاد شوي دي چې ټاکل شوې امریکا خپل افغان همکاران ورولېږدوي. راپور کاږي، امریکا په دې تړاو له یادو درې هېوادونو سره په خبرو بوخته ده خو تر اوسه پورې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی چې دې مسئلې امریکایي چارواکي د خپلو افغان همکارانو د ژوند په اړه اندېښمن کړي او په وار وار د امریکا د کانګرس غړو له خپل حکومت څخه د یادو کسانو د ژغورلو غوښتنه کړې ده.
































