د برېښنا شرکت د وروستیو معلوماتو له مخې، په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلو سیمو، ځانګړې توګه شمال کې د برېښنا ۳۹ پایې په ماینونو الوځول شوې او ویجاړې شوې دي. یاد شرکت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هېوادوالو د برېښنایي تاسیساتو د ساتنې طرحې غوښتې دي. برېښنا شرکت ویلي، دا چې برېښنايي تاسیسات د بیت المال یوه برخه ده، د هغو ساتنه هم د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی. اعلامیه کې وړاندې راغلي، د برېښنا شرکت رهبري له ټولو هېوادوالو غواړي چې د برېښنايي تاسیساتو د ساتنې په موخه خپلې طرحې او پروګرامونه له دوی سره شریک کړي.
































