وروسته له هغه چې امریکا وړمه ورځ په افغانستان کې د خپل نږدې شل کلن ماموریت تر ټولو ستره پوځي مرکز (بګرام هوايي اډه) افغان ځواکونو ته وسپارله، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا حکومت له افغانستان څخه د خپلو ډیپلوماټانو او د سفارت د نورو مامورینو د ضطراري ایستلو پر پلان کار پیل کړی دی.
راپور کاږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي او هغوی غواړي چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي تر څو د وضعیت د لا بې ثباته کېدو په صورت کې خپل وګړي هر څه ژر له دغه هېواده وباسي. امریکا دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې طالبانو د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو د غوښتنې پر خلاف خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او ګڼې ولسوالۍ یې نیولې دي. وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه تایید کړه، له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده. تازه امریکايي ځواکونو بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د شل کلن ماموریت تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کېده، افغان ځواکونو ته سپارلې ده. افغان حکومت هم تایید کړې چې د دې اډې مسوولیت دوی ته سپارل شوی او له دې وروسته به افغان ځواکونه له دې اډې څخه د دوی په وینا، د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ګټه اخلي. په ورته مهال طالبانو هم له دې اډې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی له ټولو بهرنیو هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.
له دې سره جوخت، د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي چې افغانان باید په خپله د خپلو هوایي ځواکونو پر مټ امنیتي چارې سبمالې کړي. بایډن دغه راز ویلي، ډاډه دی چې افغان مشران به وکولی شي چې خپل حکومت وساتي، خو نوموړی وايي اندېښنه یې دا ده چې دوی به له کورنیو ستونزو سره مخ وي او دوی باید وکولای شي د خپل حکومت د دوام لپاره د هېواد په کچه هغه ملاتړ خپل کړي، چې ورته اړتیا لري. بایډن دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به په څو راتلونکو ورځو کې چې په دې وروستیو کې یې اوازې خپرې شوي، بشپړ نه شي.
بلخوا روسیې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا نه شي کولی له دغه هېواد څخه تر وتلو وروسته خپل سرتېري په منځنۍ اسیا کې ځای پر ځای کړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په دې اړه مخکې له مخکې ځینې مسایل له واشنګټن سره شریک کړي او دوی هیله لري چې امریکا ورباندې غور وکړي. هغه دغه راز ویلي، افغان حکومت او طالبانو تر اوسه پورې خپلمنځي مسائل نه دي حل کړي، دوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو په خبره یې، د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه پرېکړه د افغانانو خپل کار دی.
































