یوه پخواني برېتانوي چارواکي له افغانستان د بهرنیو سرتېرو وتل ستره تېروتنه بللې ده. د برېتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی ویلي، هغه هېوادونه چې افغانستان کې ماموریت ترسره کړی له دې وروسته دې داسې سختو بریدونو ته په تمه وي لکه په ۲۰۰۱ کال کې چې په امریکا کې وشول. لارډ ډېوېډ رییچرډز ویلي نړیوالو په تېره د ناټو غړو هېوادونو هغه هېواد ته شا کړه چې سترې ژمنې یې ورسره کړې وې او دا هېواد یې په داسې یوه حالت کې پرېښود چې د کورنۍ جګړې احتمال پکې شته دی. هغه وایي ددې احتمال شته چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، بلکې پر ځای یې جګړې شدیدې کړي او د لا ډېرو سیمو د نیولو کوښښ وکړي. ریچارډز روان وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی خو دا هم وایي چې نړیوالو په دې اړه دقیق فکر و نه کړ نو ځکه ښايي د سرتېرو تر وتلو وروسته دوی له خپلو پرېکړو پښېمانه شي.
































