د روغتیا نړیوال سازمان ځینو چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې د کرونا ویروس خطر پر خپل ځای دی او داسې ښکاري چې د کرونا هندۍ بڼه د پراختیا په حال کې ده. ددغه سازمان چارواکو ویلي خلکو ته په کار ده چې د کرونا لپاره وضع شوي تدابیر مراعات کړي، ټولنیز واټن وساتي او ماسک وکاروي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې د کرونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او هېوادوالو ته په کار ده چې ددوی سپارښتنې عملي کړي. عامې روغتیا وزارت د واکسینو د وېش خبره هم کړې وه او ویلي یې وو چې دمګړی د کرونا ویروس واکسین هېوادوالو ته وېشل کېږي او ښایي په دې سره مثبتې پېښې کمې شي.
































