د رسنیو د راپورونو له مخې په راتلونکو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواد ووځې او خپل ټول نظامي مرکزونه به افغان حکومت ته وسپاري. برېتانیا د ناټو په غوڅ ملاتړ کې په وروستیو کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر سرتېري لرل چې تر ډېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت ترسره کاوه. دغه سرتېري به ژر له افغانستان ووځي. تر دې دمه د المان، ایټالیا او ناټو د ځينو نورو غړو هېوادونو ټول سرتېري له افغانستان وتلي دي. له ۲۰۰۱ کال تر دې دمه په افغانستان کې د برېتانیا د ماموریت شاوخوا ۴۵۰ سرتېري او کارکوونکي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.
































