په کاناډا کې د سختې ګرمۍ له امله په ځينو برخو کې اورلګېدنې رامنځ ته شوې دي. کاناډايي حکومت وایي چې دمګړی په بېلو ولایتونو کې ۱۳۰ اورلګېدنې روانې دي چې د اوروژنې د ډلې تر څنګ کاناډايي پوځ هم ددغه اور د مهارولو په لټه کې دی. اورلګېدنې په ځینو برخو کې مکمل ښارونه له خطر سره مخ کړي دي او په ځينو سیمو کې یې پوره کلي سوځولي دي. کاناډايي چارواکي وایي چې اورلګېدنه تر ډېره په ځنګلي سیمو کې رامنځ ته کېږي. په کاناډا کې د حرارت درجه لوړه شوې ده، چې له امله یې د اورلګېدنو تر څنګ لسګونه کسان وژلي هم دي. کاناډايي حکومت پر خلکو له یو بل سره د مرستې او همکارۍ غږ کړی دی.
































