ملګرو ملتونو له افغان حکومت غوښتي چې د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره هڅې ډېرې کړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه دفتر مشرې له ولسمشر غني سره لیدلي او پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي. دیبورا لاینز په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان حکومت دې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه وکړي او ژر تر ژره دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅه وشي. ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی چې دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دلته د بشري حقونو د خوندیتوب، بشري مرستو، پرمختیایي چارو او نورو اړوندو بشري مسایلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.
































