د تازه راپورونو له مخې کرونا په ټوله نړۍ کې ۱۷۰۴۳۶ کسان مړه کړي دي. همدا راز تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۲۴۸۱۲۸۷ کسه په کرونا اخته دي. له دې ډلې ۶۴۶۸۵۴ کسه بېرته له کرونا جوړ شوي دي. په امریکا کې د مړو شوو شمېر ۴۲۵۱۴ ته رسېدلی دی، مثبتې پېښې هم پکې ۷۹۵۷۵۹ ته رسېدلې دي. هسپانیا کې د مړو شمېر ۲۰۸۵۲، ایټالیا کې ۲۴۴۱۱، برېتانیا کې ۱۶۵۰۹، فرانسه کې ۲۰۲۶۵، ایران کې ۵۲۰۹، ترکیه کې ۲۱۴۰ او جرمنې ۴۸۶۲ ته رسېدلې دي.
































