د راپورونو له مخې دغه نظامي الوتکه کې شاوخوا ۸۵ کسه سپاره وو چې تر پرواز وروسته نږدې سیند ته لوېدلې ده او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي. حکومتي سرچینې وایي چې ددغه الوتکې شاوخوا ۴۰ کسه سپرلي د ژغورونکو له لوري ژغورل شوې او د پاتې کسانو پلټنه روانه ده. امنیتي سرچینې وایي چې د الوتکې ټوټې پر سمندر پرتې دي خو هڅه کېږي ډوب شوي کسان له اوبو را وایستل شي.
































