افغان حکومت وایي له طالبانو سره په خبرو کې کوم پرمختګ نه ترسترګو کېږي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې خبرې د پام وړ پرمختګ نه لري خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي. هغه له سي ان ان سره په خبرو کې منلې چې طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي خو په وینا یې دغه ډله دومره پیاوړې نه ده چې حکومت سقوط کړي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ګنګوسې ناسمې بللې دي چې ګواکي طالبان به په څو میاشتو کې افغان حکومت سقوط کړي او په وینا یې طالبان یو ګواښ دی خو دومره جدي خطر نه دی چې حکومت دې سقوط کړي. نوموړي په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا د سیاسي څېرو او ډلو پر یووالي ټینګار کړی دی او په خبره یې ټولو اړخونو ته په کار ده چې د هېواد د ساتنې او سوکالۍ لپاره سره یو لاس شي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.
































