د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې افغان رسنۍ د اروپایي ټولنې په دروغو د پاکستان منفي تصویر خلکو ته وړاندې کوي. نوموړي د پاکستان له دولتي راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي چې په سیمه کې هم ځینې رسنۍ شته چې غواړي پاکستان د ترهګرو ملاتړی معرفي کړي. قریشي دغه راز ویلي چې پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د ناکامو تګلارو ښکارندويي کوي. هغه څرګنده کړې چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي، بلکې هدف یې افغانستان کې امن او ثبات دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان ولس د پاکستان په ارزښت پوهېږي او د دغه هېواد په اړه د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي.
































