د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د افغانستان له بدخشان ولایت څخه تر درې سوه ډېر افغان سرتېري تاجک خاورې ته وراوښتي دي. په بیان کې راغلي چې تاجک چارواکو د بشر پالنې او ښه ګاونډیتوب اصولو ته په درناوي یادو سرتېرو ته خپلې خاورې ته د ورتګ اجازه ورکړې ده. د هېواد دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په لسګونه افغان سرتېري د بدخشان له لارې تاجکستان ته اوښتي دي.
































