برېتانیا وایي ښايي ځینې ځانګړي ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي. تېره ورځ د برېتانیا ټول سرتېري له افغانستان ووتل، خو ددغه پوځ یوه لوړپوړي غړي برېتانوي رسنیو ته ویلي چې ځينې ځانګړي ځواکونه به یې په افغانستان کې پاتې کېږي. ددغه پوځي چارواکي په خبره د سرتېرو له پاتې کېدو یې موخه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو څارل او افغان ځواکونو ته د مشورې ورکول دي. سرچینې ویلي په افغانستان کې وېره ډېره شوې ده، ځکه طالبانو یوازې له بهرنیانو سره سوله کړې ده او له جګړو یې ښکاري چې له افغان حکومت سره سولې ته نه دي تیار. دغه پوځي نه ده روښانه کړې چې سرتېري څومره دي او تر کومې نېټې به په افغانستان کې وي خو وايي چې د سرتېرو د حضور د مودې په اړه به برېتانوي امنیتي ادارې پرېکړه کوي.
































