په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او ستر لامل یې هم طالبانو ته د بهرنیانو له لوري د تبلیغاتي فرصت برابرېدل او د وتلو په تګلاره کې د ډېرو مسایلو ناڅرګندوالی دی. اني فورسایمر وايي د بایډن د حکومت مسوولیت و چې په افغانستان کې یې لومړی جګړه ختمه کړې وای او بیا یې د سرتېرو د ایستلو لړۍ پيل کړې وای. هغه وایي دمګړی افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ دی چې مسوولیت یې هم د بهرنیانو بې پروایو ته راګرځي. دغه امریکايي ديپلوماتې ویلي چې نړیوال په تېره ناټو او امریکا باید د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې وروستی وضعیت په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړي.
































