طالبانو یو ځل بیا ویلي چې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي. د طالبانو یوه ویاند او د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني او د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري. هغه د وروستیو جګړو په اړه ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی. هغه د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی. سهیل شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په بېلو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او هڅه کوي د خپل نفوذ سیمې پراخې کړي. خو افغان حکومت بیا وایي چې د ولسوالیو سقوط او د سیمو نیول موقتي دي او بېرته یې له طالبانو نیسي.
































