امریکا په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو او استخباراتي عملیاتو پر څرنګوالي او طرحو بحثونه پيل کړي دي. امریکايي رسنۍ وایي د بایډن اداره، په تېره بیا امنیتي ادارې پر دې کار کوي چې څنګه کولی شي، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په افغانستان کې احتمالي ګواښونه له منځه یوسي او له دغه هېواد نړیوالو ته پېښېدونکي ګواښونه ختم کړي. د بایډن حکومت ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي په پرمختللې توګه د بې پيلوټه الوتکو پر مټ په افغانستان کې وضعیت وڅارل شي او هغه ډلې او کسان به په نښه کېږي چې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او یا هڅه کوي نړیوالو ته خطرونه جوړ کړي. د امریکا د استازو مجلس غړو هم رسنیو ته ویلي چې ښایي امریکا د ځان او ملګرو د امنیت لپاره په افغانستان کې اغېزناکې طرحې وړاندې کړي. استازي وایي تر ټولو ښه لار دا ده چې له یوه بل هېواد په افغانستان کې وضعیت و څارل شي. امریکایي رسنۍ داسې مهال دغه راپورونه ورکوي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي خو په هېواد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې اوج ته رسېدلې دي.
































