ګاونډي هېوادونه دې افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره چين د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي. دده په وینا چین پر پاکستان پراخ نفوذ لري او ددې اړتیا ده چې دغه هېواد په افغان سوله کې رښتینې همکارۍ ته وهڅوي. حامد کرزی د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په ښه سترګه ګوري او په وینا یې اوس افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او کولی شي د خپل هېواد چارې په خپله کنټرول کړي. دده په خبره که افغانان سره یو لاس شي، په خپلو کې سره کېني، جګړې ختمې کړي نو ښه راتلونکې د افغانستان لپاره د وړاندوینې وړ ده.
































