د پښتونخوا سیاسي فعال ایمل ولي خان په تازه څرګندونو کې د افغان جګړې په اړه د ملا فضل الرحمن وورستی دريځ غندلی دی. نوموړي ویلي دا څنګه ولسواکي شوه چې یو څوک پر سټيج درېږي او په افغانستان کې د افغان وژنې له روانې جګړې ملاتړ کوي. دده په وینا په افغانستان کې له روانې جګړې ملاتړ له افغانانو سره ښکاره دښمني ده او پاکستاني حکومت ته په کار ده چې د ورته مداخلاتو مخه ونیسي. هغه په افغانستان کې روانه جګړه ترهګري بللې ده او په وینا یې له دې جګړې ملاتړ کوونکي ترهګر دي او باید د ترهګرو په څېر چلند ورسره وشي. ملا فضل الرحمن له هغو پاکستاني ملایانو دی چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو له جګړو او فعالیتونو ملاتړ کړی دی. افغانان بیا په ټولنیزو رسنیو کې هغه د پاکستاني استخباراتو ګومارل شوی ملا بولي.
































