د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر چې څو ورځې وړاندې له زندان څخه خوشې شوی و بېرته زندان ته وړل شوی او له زندان څخه یې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي، تاریخ به فیصله وکړي چې د انسانیت پر ضد جرمونه چا کړي او بښنه باید څوک وغواړي. نوموړي زیاته کړې، دا پر هغه تریخ حقیقت اعتراف دی چې په دې هېواد کې د حکمرانۍ او سزا واک له چا سره دی او څوک علي او ملګري یې بیا بیا زندان ته اچوي. علي څرګنده کړې، (عجیبه ده د انسانیت پر وړاندې جرمونه تاسې کوئ او بښنه به زه غواړم). نوموړي دا لیک وروسته تر هغه له زندان څخه باجوه ته استولی دی چې باجوه څو ورځې وړاندې ویلي وو چې علي وزیر باید د خپلو کړنو له امله بښنه وغواړي.
































