روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۴۸۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۷۷ تنه مړه شوي او ۸۳۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۷ زره او ۴۲۲ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۳۶۰ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































