ټرمپ د یوه فرمان په صادرولو امریکا ته د کډوالو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ ویلي چې په تازه اقدام کې به امریکا ته پر هر ډول کډوالۍ موقت بندیز ولګوي او ژر تر ژره به دغه فرمان صادر کړي. نوموړي ددې فرمان په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي له پټ دښمن (کرونا) سره د مبارزې او د امریکايي وګړو د دندو او کارونو د خوندیتوب لپاره یې دغه پرېکړه کړې ده. نوموړي تر دې څو ساعته مخکې ویلي وو چې له دې وروسته باید امریکا پر هېڅ بهرني هېواد په هېڅ برخه کې باور و نه کړي. دده په خبره امریکا باید له هره اړخه پر ځان بسیا وي او په هېڅ برخه کې د بل چا همکارۍ ته اړتیا و نه لري.
































