د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان امر کړی دی چې له افغانستان سره پر پوله دې شاوخوا شل زره تاجکستاني سرتېري ځای پر ځای کړل شي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او ددې احتمال شته چې په دې هېواد کې روانه نا امني تاجکستان ته هم خطرونه جوړ کړي. امام علي پر امنیتي اداراتو غږ کړی دی چې پر پوله دې امنیتي تدابیر لا سخت کړي او ټول هغه اړین موارد دې په کار واچوي چې د وسله والو د اوښتو او نا امنیو د پراختیا په مخنیوي کې اغېزناک تمامېدلی شي. امام علي رحمان داسې مهال دغه اقدام کوي چې څو ورځې وړاندې یې له ولسمشر غني سره اوږده تلیفوني مکالمه لرله او په دې مکالمه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او امنیتي مسایلو غږېدلي وو.
































