امریکایي سناتوران وایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل تېروتنه وه. امریکايي سناتور مېچ مک کانل وایي امریکا لا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه وه، خو له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې. دده په وینا د سرتېرو د ایستلو تجربه په عراق کې ناکامه شوه او په افغانستان کې به یې هم پایلې مثبتې نه وي. هغه زیاته کړې چې د بایډن حکومت دمګړی افغانستان په یوه جګړه کې ښکېل پرېښود او لا هم په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې فعالې دي او د ګواښونو جوړولو وړتیا لرلی شي. مک کانل وایي د ناټو متحدینو هم دا نه غوښتل چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي خو په خبره یې د بایډن ادارې د سرتېرو د ایستلو په اړه د هېچا مشوره نه ده اورېدلې، له همدې امله به راتلونکي مسوولیتونه هم ددغه ادارې پر غاړه وي.
































