د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ازبکستاني سیال شوکت میرضیایف سره ټلفوني خبرې کړې دي. د ازبکستاني اکرپرس خبري اژانس د خبر له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان په شمال کې پر مخ پر خرابېدونکي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او دغه راز یې د خپلو پولو د امنیت ټینګښت لپاره پر پلانونو خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره، په دې خبرو کې دغه راز افغان سوله د ټولې سیمې لپاره اړینه بلل شوې ده. په ورته وخت کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو همکاریو او له ترهګرۍ سره پر کارنده مبارزې هم ټینګار کړی دي.
































