والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل غیر منطقي بللي او زیاته کړې یې ده چې امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري میاشتې څخه راهیسي د امریکایي سرتېرو د سر زیان نه لرلو له امله خوښه ده خو د ورځپاڼې په خبره، د سرتېرو د پاتې کېدو تر محسوس لګښت به ورته له ستراتېژیک پلوه نامحسوسه بیه ډېره لوړه وي. د ورځپاڼې په باور، امریکا د ځواکونو په ایستلو سره ډېره ستره اشتباه کړې ده او د وخت په تېرېدو به د دې کار دروند پور هم پرې کړي. ورځپاڼه کاږي، امریکا په دې وروستیو کې د تر ټولو لومړی امریکا شعار پر عملي کولو بوخته ده، نو له همدې امله د لګښتونو د کمولو لپاره یې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده خو ډېر ژر به د افغانستان د پرېښودلو له بیې هم خبره شي.
































