د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده او په خبره یې دغه ډله پر سوله او ډیپلوماسي باور نه لري. نوموړي زیاته کړې چې افغانان د خپلو خلکو دفاع ته چمتو دي او که چېرته طالبان دا فکر کوي چې خلک به ورته تسلیم شي نو ستره تېروتنه کوي. هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولې دي. دی زیاتوي چې افغانستان کې یو شمېر ترهګري کړۍ فعالیتونه لري چې ګاونډي هېوادونه ورڅخه اندېښنه لري خو دا چې یادې ډلې کومې دي نوموړي په اړه ډېر جزیات ورنه کړل.
































