نن وروسته له غرمې د کندهار ښار کې د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې درنه چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا چاودنه د یو موټر بم برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او د ملکیانو په ګډون ۲۱ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې عیني شاهدان وایي چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله یې تر لرې ځایونو پورې د کورونو ښيښې ماتې شوې دي. د چاودنې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































