دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

په افغانستان کې  له مجازاتو څخه د معافيت د ميراث دوام

لیکنه: شهرزاد اکبر؛ ژباړه: صدیق دقیق

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 7, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
په افغانستان کې  له مجازاتو څخه د معافيت د ميراث دوام
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نړيوال نظامي ځواکونه چې له افغانستان څخه وځي، نه يوازې دا چې زموږ هېواد ته سخته جګړه او نامعلوم راتلونکی پرېږدي، بلکې له جزا څخه د معافيت ميراث هم راته پرېږدي چې په راتلونکو کلونو کې سولې او عدالت ته د لاسرسي هيله کمزورې کوي.

د کلونو کلونو جګړې په اوږدو کې نړيوالې ټولنې او د افغانستان دولت ته هيڅکله د جګړې د ملکي قربانيانو حقونه په لومړيتوب کې نه وو. د عدالت د تامين او ځواب ويلو لپاره هره هڅه د افغانستان د رهبرانو لخوا په فعال ډول شنډه شوې ده. نړيواله ټولنه په دې برخه کې چوپه خوله ده او د امريکا متحد ايالات په فعال ډول د افغانستان په اړه د نړيوالې جزايي محکمې (ICC) د څېړنو خنډ شوي دي. اوس چې نړيوال ځواکونه وځي، لږ تر لږه يو کار چې متحده ايالات او د افغانستان په شخړه کې ښکېل هېوادونه يې کولای شي، دا دی چې د دوی د خپلو ځواکونو له لوري د ناوړه استفادې معتبرو ادعاوو او هغو کسانو ته چې د بشر حقونو او نړيوالو بشر پالو حقونو د نقض له امله زيانمن شوي، رسېدګي او د قرباني محوره عدالت لپاره د ملي اقداماتو سياسي ملاتړ وکړي.

له دې وضعيت څخه د افغانانو برداشت

په رسنيو کې د ملکيانو پر وړاندې د نيول شويو کسانو د شکنجې او له هغوی سره د ناوړه چلند په ګډون، د هغو سرغړونو او زيانونو ډېر معتبر تورونه او څېړنې شته چې يا يوازې بهرنيو ځواکونو کړي دي او یا يې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره په ګډه د هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو پر مهال مرتکب شوي دي. په داسې حال کې چې د متحده ايالاتو په ګډون په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو مشرانو دې ته ترجيح ور کړې ده، چې په خپلو عمومي ويناوو کې د نظامي نښتو د دې اړخ په اړه څه و نه وايي، پر قربانيانو يې اوس ناوړه اغېز پاتې دی او د افغانانو عمومي افکارو هغه نه دي هېر کړي.

عبدالستار، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون ته چې زه يې د رياست دنده لرم، وويل چې د ۲۰۰۹ کال د مې مياشتې په ۴مه د فراه په بالا بلوک کې په هوايي بريد کې د هغه د کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي. دا هوايي بريد هغه وخت وشو چې افغان ځواکونو د امريکا هوايي مرسته وغوښتنه. امريکايي ځواکونو  کورونه او يو جومات بمبار کړل. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې په دې بريد کې د ۲۱ ښځو او ۶۵ ماشومانو په ګډون ۹۷ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي. د سيمې خلک او د قربانيانو خپلوان په فقر کې ژوند کوي، د افغانستان د دولت لخوا د زيان جبران بېړنی او لنډمهاله و او د امريکايي ځواکونو لخوا اړول شويو زيانونو ته بشپړ پام نه دی شوی.

يوه بله بېلګه چې ټولې افغانيٍ ټولنې ته يې ټکان ور کړ، د ۲۰۰۸ کال د اګسټ په ۲۲مه د هرات ولايت په عزيز اباد کې هوايي بريد و. په دې پېښه کې چې د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وشوه، ۹۱ تنه ووژل شول. د ۵ مياشتنيو او ۱۸ کلنو تر منځ ۶۰ ماشومان، ۱۶ ښځې او د لوړ عمر لرونکي وګړي پکې شامل وو. بمبار په ځايي وخت د شپې په ۲ بجې پیل شو او د سهار تر ۸ بجو يې دوام درلود. تر عملياتو وړاندې د هرات د والي او امنيه قومندان په ګډون له ځايي چارواکو سره مشوره نه وه شوې او هغوی ته خبر هم نه و ورکړل شوی. بريد د يوه افغان قراردادي د ناسمو او غولوونکو اطلاعاتو پر بنسټ شوی و.

حاجي عبدالرشيد چې وايي د کورنۍ ۳۳ تنه يې وژل شوي دي، تر بريد ۱۳ کاله وروسته يې موږ ته وويل چې په کلي کې تر اوسه د هغه بريد ويجاړۍ پاتې دي. ګل‌رخ چې په دې بريد کې ټپې شوې وه، اوس هم فلج ده. کورنۍ يې د کابل، پاکستان او هند روغتونونو ته يووړه، خو اوس هم په خپلو پښو نشي درېدلای.

په هغه شپه د دې ۶ اولادونه ووژل شول، په دې قضيه کې ښکېل دوه افغانان بنديان دي، خو قربانيان لا هم پر دې نه پوهېږي چې په دې پېښه کې له ښکېلو امريکايانو څېړنې شوې دي که نه. تر دې بريد وروسته امريکايانو هڅه وکړه چې په خپلو عملياتو کې اصلاحات راولي، خو دا هڅې لنډمهاله وې. په حقيقت کې ان د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون، په يوه مياشت کې د امريکايي ځواکونو ۵ ځله هوايي بريدونه ثبت کړل چې ملکي مرګ‌ژوبله يې اړولې وه او ۲۵ ملکي وګړي، چې ډېر يې ماشومان وو، پکې وژل شوي وو.

شپني بريدونه هم ملکيانو ته يو تر ټولو خونړی او زيان رسوونکی جنګي تاکتيک دی، چې ډېر وخت د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ کېږي او نه يوازې دا چې بېګناه وګړي پکې وژل شوي دي، بلکې د دې سبب شوي دي چې افغانان په خپلو کورونو کې له بهرنيو ځواکونو د ګواښ او نا امنۍ احساس وکړي. دا یو بل مورد دی چې امريکايي ځواکونو نه يوازې په ځواب ويلو کې غفلت کړی دی، بلکې په فعال ډول يې دا زيانونه او د حقونو احتمالي نقض پټ کړی دی.

د دې بريدونو په لړ کې چې ملکيان پکې زيانمن شوي، لکه په پکتيا کې شپنی بريد چې ځانګړو امريکايي ځواکونو په ختابه کلي کې د یوې کورنۍ پر مراسمو وکړ، د دوو ميندوارو ښځو او يوې نجلۍ په ګډون ۵ ملکي وګړي پکې ووژل شول، په لومړيو کې په کابل کې امريکايي نظامي قوماندان ادعا وکړه چې د داسې ښځو له جسدونو سره مخ شوی دی چې په تړليو لاسونو او خوله وژل شوې وې او په يوه خونه کې پټې کړل شوې وې. د يادې شوې کورنۍ يوه غړي، طاهر د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون ته وويل چې په انګړ کې تر ډزو وروسته يې دی او د ده وروڼه له خونې بهر را و ايستل، لاسونه يې ور وتړل، سرونه يې په تورو کڅوړو ور پټ کړل او لوڅې پښې يې په واوره کې ودرول. د دې پېښې قربانيانو خپله دوسيه ICC  ته سپارلې ده، خو کله چې موږ په مې مياشت کې له قربانيانو سره اړيکه ونيوله، هغوی تر هماغه وخته په افغانستان کې د څېړنې په اړه د ICC د وروستي يا پرېکنده تصميم په اړه څه نه وو اورېدلي. ان که څېړنه هم وشي، یوازې څو مورده پکې شاملېږي؛ د هغو مواردو يوه بېلګه چې د روم اساسنامې پر بنسټ جنايت ګڼل کېږي، نور ډېر زيانونه چې د نړيوالو ځواکونو او د طالبانو ډلې لخوا تر سره شوي دي، پکې نه شاملېږي او ډېر قربانيان حقيقت او د زيان جبران ته له لاسرسي پاتې کېږي. ډېرې دوسيې بې ارزښته او کم رنګه کېږي، ځکه ICC هغو اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري چې د نړيوالو ځواکونو په لاس کې دي او هغوی ښه پوهېږي چې څه پېښ شوي دي.

په داسې حال کې چې نړيوالو نظامي عملياتو ملکي وګړو، کورنيو او کليو ته مستقيم زيان رسولی دی، د روغتيايي خدماتو په ګډون پر عامه خدماتو او موسساتو يې هم منفي اغېز کړی دی او روغتيايي چارو او درملنې ته چې کله کله ورته ډېره اړتيا وي، د خلکو د لاسرسي د مخنيوي سبب شوي دي. صفي الله صديقي، چې د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې د کندز په MSF (بې پولې ډاکترانو) په روغتون کې ډاکتر و، وايي پر روغتون تر بريد وروسته دومره زيان ورته رسېدلی دی چې هر وخت الوتکې تېرېږي، د هغوی له غږه وېږېږي چې هسې نه بيا بمبار وکړي. د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په ۳مه چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه وه، پر روغتون يو ساعت بمبار وشو. په دې بمبار کې د کار کوونکو، ناروغانو او نرسانو په ګډون ۴۲ تنه ووژل شول. په داسې حال کې چې متحده ايالاتو د دغه پېښې مسووليت پر غاړه واخیست او دا بريد يې يوه پېښه وګڼله، MSF  د افغانستان د دولت او متحده ايالاتو د څېړنو له موندنو خوښ نه وو او د خپلواکو څېړنو غوښتنه يې وکړه. د MSF ډلې فعاليت تر اوسه بشپړ عادي حالت ته نه دی ور ګرځېدلی. د ۲۰۱۶ کال په فبروري کې افغان ځواکونو د نړيوالو ځواکونو په ملاتړ په وردګ ولايت کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې پر کلينيک بريد وکړ، کار کوونکي يې ونيول او ويې وهل او دوه ناروغان او يو ماشوم يې ورسره يووړل او ويې وژل. د دې بريد په اړه د افغانستان دولت او نړيوالو ځواکونو هېڅ ښکاره او پوره توضيح نه ده ورکړې.

د افغانستان د جګړې يو بل لوی لانجمن ميراث د نړيوالو ځواکونو لخوا په زندانونو کې د شويو سرغړونو ادعاوې دي. د نړيوالې جزايي محکمې د څارنوال ارزونو، د شکنجې د سياست په ګډون، په زندانونو کې سرغړونې ښوولې دي چې په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو د نظامي مداخلې په لومړيو کلونو کې روانې وې. د متحده ايالاتو دولت اوس هم هڅه کوي چې د ګوانتنامو وروستي بنديان خلاص کړي. د فاحشو تېروتنو له امله د اوښتو زيانونو د جبران او په ډېرو مواردو کې د بشر حقونو د سيستماتيک نقض په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.

له روڼتيا، حساب ورکولو او قربانيانو ته د اوښتو زيانونو له بشپړ جبران پرته، په دې عملياتو کې د ملکيانو مرګ‌ژوبله له دولت او نړيوالو ځواکونو څخه د خلکو د لرېوالي پر يوه اصلي دليل بدله شوې ده او هغوی يې د طالبانو غړيتوب ته سوق کړي دي چې دا کار خپله په هېواد کې له جزا د معافيت فرهنګ ځواکمنوي او د نړيوالو ځواکونو پر وړاندې د وېرې او بې باورۍ سبب کېږي. په حقيقت کې له مجازاتو د معافيت پراخ فرهنګ چې د افغانستان دولت رامنځته کړی دی او نړيواله ټولنه يې تحمل کوي، په دې مورد کې له شته بې مسووليتۍ سره مل شوی دی او د هغو خلکو او سازمانونو هڅې يې کمزورې کړې دي، چې د قربانيانو حقونو ته د اړوندو بنسټونو او د افغانستان د ملي قوانينو پام را واړوي.

له مجازاتو د معافيت ختمېدل؛ پر متحده ايالاتو او متحدينو يې د افغانستان د خلکو پور

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتل لوېديځو هېوادونو ته د جګړې د پای په مانا دي، خو هغه ملکيان چې د دې پېښو په پايله کې متضرر شوي دي، لا هم د ژوند او خپلو حقوقو د بايللو له پايلو څخه کړېږي. که د متحده ایالاتو نظامي ځواکونه او نور نړيوال ځواکونه د افغانستان ملکيانو ته د ور اوښتيو زيانونو د جبران په برخه کې له مشخصې ژمنې پرته ووځي؛ نو له مجازاتو معافيت به د دوی ميراث وي چې په اوس او راتلونکي کې به د افغانانو پر ژوند ډېرې اغېزې وکړي.

لوېديځ ډيموکرات او ليبرال دولتونه د بشر حقونو پر وړاندې د خپلې واقعي ژمنتيا د ښوولو لپاره مشخصې کړنې تر سره کولای شي. د جګړې د حساب کتاب پاکول به نه يوازې دا چې پر نړيوالو ځواکونو د پام وړ اغېز ولري، بلکې د جګړې افغان قربانيانو ته به هم ډېر موثر وي. په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو څېړنې او پلټنې چې په ارزګان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنايتونو تورونه څېړي، د اسټراليا د دولت لومړی موثر ګام دی؛ خو په دغه پروسه کې بايد د افغان قربانيانو غږونه هم واورېدل شي او همدارنګه زيان د جبران لپاره سرچينې هم ځانګړې کړي.

له نړيوالې ټولنې تمه ده چې د بشر حقونو د نقض د ادعاوو څېړنه پيل کړي، تر سره شوي جرمونه په رسميت وپېژني او قربانيانو ته اوښتی زيان جبران کړي. له دې هر څه سره سره نړيواله ټولنه د افغانانو تر دې هم زياته پوروړې ده. د تېرو شلو کلونو پر خلاف د عدالت او ځواب ويلو لپاره د افغانستان د خلکو د پرله‌پسې هڅو چې له ۲۰۰۲ کال را وروسته څنډې ته شوي دي، ملاتړ وکړي. لوېديځ دولتونه له مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ په ترويجولو سره د تاريخي تېروتنې مرتکب شوي دي، خو اوس د دې فرصت لري چې خپله دغه تېروتنه سمه کړي؛ د دې لپاره بايد عدالت ته د لاسرسي او ځواب‌ويلو لپاره د افغانانو د هڅو رښتينی ملاتړ وکړي. لاندې هغه اقدامات ښوول شوي دي چې دوی يې بايد تر سره کړي. د افغانستان په اړه د حقيقت موندونکي يا د څېړنې د ځانګړي کمېسيون په برخه کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د غوښتنې ملاتړ.

له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله په دې هېواد کې د مدني ټولنې، د رسنيو کارکوونکو، ښځو، ښوونيزو مرکزونو او قومي او مذهبي لږکيو پر وړاندې تاوتريخوالی او بريدونه د زياتېدو په حال کې دي، خو بيا هم د افغانستان د حکومت پلټنې او څېړنې ډېرې ورو دي او يا اصلاً نشته. له بلې خوا د تاوتريخوالي د دوام او زياتېدو په اړه وېرې او اندېښنې د پراخېدو په حال کې دي. دغو مواردو ته په کتو سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د حقيقت موندونکي پلاوي يا د پلټنې د کمېسيون له لارې د پراخې نړيوالې څارنې غوښتنه کړې ده. متحده ايالات او د نړيوالې ټولنې نور غړي هېوادونه بايد حقيقت موندنې او ځواب‌ويلو او همدارنګه د بالقوه مخنيوونکو ميکانېزمونو د ايجاد په برخه کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د دې غوښتنې ملاتړ وکړي.

افغان قربانيانو ته د لا زياتو اطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره د څو اړخيز ميکانېزم يا هم د متحده ایالاتو تر رهبرۍ لاندې ميکانېزم ايجاد کړي.

د دغو عملياتو قربانيان او د افغانستان عام خلک پر رښتيا د پوهېدو حق لري او همدارنګه بايد د نړيوالو ځواکونو د پوځي عملياتو په پايله کې ملکيانو ته د اوښتيو زيانونو راپورونو ته لاسرسی ولري. د هغو عملياتو جزييات چې سهواً يا عمداً پکې ملکيانو ته ضرر رسېدلی وي، بايد د ښکېلو حکومتونو لخوا خلکو ته ورکړل شي. دا کار به افغانستان او زيانمنو کسانو ته د ځواب‌ويلو په برخه کې يو مثبت ګام وي. هغو سازمانونو ته بايد کافي سرچينې ورکړل شي او اړين ملاتړ يې وشي چې د دې ډول زيانونو د مستندولو په برخه کې يې کار کړی دی، چې خپلې موندنې له ولس سره شريکې کړي. د امريکا حکومت «د اطلاعاتو د ازادۍ قانون» د ټولو لګښتونو پروا و نه کړي او د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون او د قربانيانو د حقونو په نورو بنسټونو کې ثبت شوې غوښتنې په مؤثر او چټک ډول عملي کړي.

په افغانستان کې په راتلونکي کې د حقيقت موندنې د هڅو ملاتړ

د افغانستان د جګړې په اړه د متحده ایالاتو آرشيف ته له لاسرسي څخه بايد ملاتړ وشي او همدرانګه امريکا بايد د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون او مدني ټولنې لخوا په دې هېواد کې د مستندولو هڅو ملاتړ وکړي. پر دې سربېره، متحده ايالات افغانانو ته حقيقت ته د لاسرسي، د زيان جبران او ځواب‌ويلو د حقوقو په اړه د زده‌کړو اوږدمهاله ملاتړ وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر بايد ملکي افغانانو ته د اوښتو زيانونو او د جبران د مسووليت په اړه اجرايوي فرمان صادر کړي:

په دغه فرمان کې بايد د څېړنې، پلټنې او ځواب‌ويلو برخې او همدارنګه قربانيانو او محلي ټولنو ته د فردي او ټوليز زيان جبران شامل وي.

ناټو بايد اطلاعات او د خساراتو جبران وړاندې کړي

له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره په هم‌مهاله توګه د ناټو په  کچه ملکي افغانانو ته چې د دغو ځواکونو لخوا ورته په فردي يا هم ټوليز ډول زيان رسېدلی وي، د زيان د جبران او هر اړخيز بحث ته اړتيا ده.

ناټو بايد؛

 الف- د هغو ټولو «تسليتي تادياتو»  اطلاعات چې په افغانستان کې د ناټو د غړيو لخوا د نظامي ځواکونو او پوليسو له لارې تر سره شوي، د قربانيانو د ډيټابېس د جوړولو لپاره د بنسټ په توګه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په اختيار کې ورکړي.

 ب- له ناټو څخه د طالبانو يا هم نورو نادولتي وسله‌والو ډلو په اړه تر لاسه شوې شمېرې چې په افغانستان کې د قربانيانو د هويت او ځای په اړه معلومات لري، چمتو کړي.

 ج- «د ناټو-ايساف تر عملياتو وروسته د عاجل ځواب‌ويلو وجهي صندوق» بايد پراخ او د ټوليزو زيانونو د جبران پر صندوق واړول شي.

 د جزا نړيوالې محکمې له پروسې ملاتړ او د لګښتونو برابرول

له دې ډلې د جنګي جنايتونو او د بشريت پر ضد جنايتونو قربانيانو ته د زيان د جبران؛ له يوې خوا په افغانستان کې د عدالت قوي سيستم نشتوالی او له بلې خوا د افغانستان دولت او نړيوالو شريکانو تر منځ د تړونونو؛ مثلاً «دوه اړخيز امنيتي تړون»، له امله د جزا نړيواله محکمه د هېواد د هغو وګړو لپاره چې د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې زيانمن شوي دي، د عدالت غوښتنې پر يوازیني ادرس بدله شوې ده. د جزا نړيوالې محکمې پلټنې او څېړنې تر دې دمه له زياتو لوړو ژورو را تېرې شوې دي چې د افغانستان حکومت د دغو پلټنو او څېړنو د ځنډولو غوښتنه هم پکې شامله ده. همدارنګه کله چې له لومړنيو پړاوونو تېرې شي؛ نو يوازې محدودې قضيې به وڅېړل شي. د ځواب‌ويلو او عدالت ډاډمنولو اخلاقي مسووليت په خپله د ښکېلو دولتونو پر غاړه دی؛ د بېلګې په ډول، اسټراليا په دې برخه کې ګام پورته کړی دی. له متحده ایالاتو، انګلستان او نورو ښکېلو هېوادونو څخه هم تمه دا ده چې په افغانستان کې ملکيانو ته د اوښتيو زيانونو د موثقو ادعاوو په اړه د پلټنو په پيلولو سره له دغه بهير سره يو ځای شي.

سره له دې چې د روم معاهدې د زيانونو د جبران وړاندوينه کړې ده، خو د زيان جبران د جرم او مجرم په پېژندلو پورې مشروط دی. که څه هم فردي جزايي مسووليت مهم دی او ممکن د جزا نړيوالې محکمې له لارې يې تر سره کړو، خو هغه په ملي کچه د انتقالي عدالت بهير چې د افغانستان د تاريخ په تېرو اوږدو کلونو کې د وسله‌والو نښتو د لاملونو او پايلو د حقايقو بيان ته زمينه برابروي او همدارنګه د دغو نښتو قربانيانو ته د زيان د جبران ځايناستی کېدای نشي.

 د قرباني محوره ملي نوښتونو رښتينی ملاتړ

د افغانستان حکومت ملاتړي بايد د نړيوالو جنايتونو د قربانيانو حقوق د افغانستان له قضايي او امنيتي بنسټونو سره د ملاتړ په لومړيتوبونو کې ځای پر ځای کړي. د هېواد د قضايي او امنيتي بنسټونو د قربانيانو ملاتړ يوازې په تخنيکي ملاتړ پورې محدود نشي؛ بلکې د نړيوالو ځواکونو، د افغانستان امنيتي ځواکونو، طالبانو او د دولت د مخالفو ډلو قربانيانو ته د حقيقت، عدالت او د زيان جبران ته د لاسرسي په برخو کې د مدني ټولنې او د بشر حقونو بنسټونو د غوښتنو ښکاره سياسي ملاتړ هم پکې شامل وي. پر دې سربېره، نړيواله ټولنه بايد د عدالت غوښتنې په موخه د سولې په پروسه کې د قربانيانو او د هغوی د غوښتنو د شاملولو لپاره د فشار له وسايلو څخه کار واخلي.

له مجازاتو څخه معافيت په افغانستان کې د ډېرو خلکو ژوند اخيستی دی او همدارنګه په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو او خونړي کېدو لامل شوی دی. متحده ايالات او متحدين يې چې په افغانستان کې خپل مستقيم حضور پای ته رسوي، بايد قربانيانو ته د زيان د جبران له ورکولو غافل نشي او همدارنګه په افغانستان کې له مجازاتو څخه د معافيت د فرهنګ په تداوم کې په خپل رول غور وکړي. که د جګړې اړخونه خپل حساب کتاب پوره پاک نه کړي، له مجازاتو څخه معافيت ختم نشي او د قربانيانو حقونو ته رسېدګي و‌نشي؛ نو په افغانستان کې هيڅکله هم تلپاتې سولې ته نشو رسېدلای. که متحده ايالات او متحدين يې له جګړې سره د اړوند تاوتريخوالي د زياتېدو او په افغانستان کې د وضعيت د لا خرابېدو پر ځای يوه معتبره کړنلاره خپله کړي؛ نو لومړی يې بايد د خپل ځان له مسوول ګڼلو څخه را پيل کړي.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In