د راپورونو له مخې په دې تمریناتو کې هوایي او ځمکني ځواکونه برخه لري او تر ډېره د هوایي بریدونو په برخه کې پوځي تمرینات ترسره کېږي. د تاجکستان امنیتي چارواکو ویلي دوی هڅه کوي احتمالي ګواښونه پر وخت دفع کړي. تر دې تمریناتو یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي وو چې دوی د اړتیا په صورت کې له تاجکستان سره د امنیت په تامین کې همکاري کوي. د تاجکستان ولسمشر له ولسمشر غني سره هم خبرې کړې وې او ددغه سیمې د امنیت په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې وې. دواړو لورو له یو بل سره د همکارۍ ژمنه هم کړې وه.
































