د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي خو ددې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره روانه جګړه ختمه شي او په افغانستان کې ښکېلې خواوې د سولې لار خپله کړي. مطلق بن ماجد په دې لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې ده خو ددې اړتیا ده چې خپلې همکارۍ او فشارونه ډېر کړي. دده په خبره افغان حکومت سولې ته ژمن دی او ددې غوښتونکی دی چې طالبان په رښتینې توګه مذاکراتو ته مخه کړي.
































