پنټاګون یو ځل بیا له افغان حکومت څخه په نوې بڼه پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر وخت لګولی دی او اوس د همدې ځواکونو دنده چې له افغان خاورې او خپلو خلکو دفاع وکړي. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، امریکا غواړي دا پیغام افغانانو ته ورسوي چې امریکا به په نوې بڼه له افغان حکومت او خلکو سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي او دا اړیکه به د تېرو شلو کلونو په پرتله توپیر ولري. هغه دغه راز ویلي چې دوی به په لوجستیکي، مالي او د هوایي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو نور به یې په دغه هېواد کې ځمکنی ماموریت پای ته ورسېږي.
































