د ایران ولسمشر په دغه هېواد کې د برېښنا د پرله پسې پرچاویو له امله له خلکو بښنه غوښتې ده. نوموړي ویلي په ایران کې د ځينو ستونزو له امله د برېښنا تولید کم شوی، خو د خلکو اړتیا ډېره ده، چې له همدې امله اوږدې پرچاوۍ رامنځ ته کېږي. حسن روحاني ویلي چې د برېښنا په برخه کې د رامنځ ته شوو ستونزو له امله له خلکو بښنه غواړي. په ایران کې د ګرمۍ په دې سخت موسم کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي چې د ولس سخت غبرګونونه یې پارولي دي. خلک هره شپه په لارو او کوڅو کې د ایراني حکومت پر ضد لاریونونه کوي او په فساد یې تورنوي.
































