امریکايي او ناټو چارواکو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي ستونزو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. سټولټنبرګ وایي چې په دې لیدنه کې د سرتېرو د وتلو د بهیر پر څرنګوالی او وروستیو پرمختګونو هم خبرې شوې دي. نوموړي ددې لیدنې نور جزیات نه دي خپاره کړي. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پر مخ روان دی او ورسره جوخت دلته نا امنۍ او جګړې هم ډېرې شوې دي.
































