له کابل یوه تللي پلاوي په ایران کې د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د قطر دفتر پلاوی د شیر عباس ستانکزي په مشرۍ تهران ته تللی دی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف او افغان شخصیتونو سره یې لیدلي دي. له کابل په تللي پلاوي کې د سولې په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی سلام رحیمي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني او د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم شامل دي. ویل کېږي چې په دې لیدنه کې به د افغانستان د سولې پر مسئله او د خبرو له لارې د ستونزې پر حل خبرې وشي. د قطر دفتر ویاند هم ویلي وو چې په دې لیدنه کې پر افغان سولې او د خبرو له لارې د جګړو پر ختمېدو بحثونه کېږي. افغان حکومت بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































