د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې ښایي د دغه هېواد وضعیت نور هم پسې خراب شي. هغه زیاته کړې چې په دې صورت کې دوی د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او روسیه به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې څخه کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي. نوموړي نړیوال ملامت کړي دي چې په وینا یې د دوو لسیزو په تېرېدو یې په دغه هېواد کې د ثبات لپاره هیڅ کار نه دی کړی. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تاجکستان پرون د افغان-تاجک پولې د امنیت ساتنې لپاره د دغې پولې په اوږدو کې شاوخوا شل زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
































