ځينو بهرنیو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې بايډن به له خپلو امنیتي سلاکارانو او د ملي امنیت له ټیم سره تر بحثونو وروسته ډېر ژر خپله تګلاره اعلان کړي. سرچینې وایي چې پر دې تګلاره بحثونه شوي دي خو بایډن نن پنجشنبه له خپلو ځینو سلاکارانو سره بحثونه کوي او هڅه کوي د سرتېرو د وتلو او تر هغه وروسته د افغانستان په اړه واضح تګلاره ولري. راپورونه وايي چې تر ډېره به د دې تګلارې تمرکز له افغان حکومت سره پر مرستو، له افغانانو سره پر بشري همکاریو او نورو مواردو وي. بایډن تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان به خپل ټول سرتېري وباسي خو له دغه هېواد سره به په بېلو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
































