د ایراني حکومت د راپورونو پر بنسټ مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او په ځینو ښارونو کې نوي بندیزونه وضع شوي دي. د پلازمینې تهران وګړو ته امر شوی چې له ښاره بهر نه شي وتلی او هغه کسان چې وځي نو درنې جریمې ورباندې لګول کېږي. ایراني چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا پنځمه څپه روانه ده، روغتونونه له سخت فشار سره مخ دي او د هدیرو چارواکو ته د تیارسی امر شوی دی. راپورونه وایي چې یوازې پرون په تهران کې ۱۶۶ کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي. په نورو ښارونو کې هم وضعیت د اندېښنې وړ دی او ایراني روغتیایي چارواکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
































