د مرکزي اسیا هېوادونو په افغانستان کې د اوربند، مذاکراتو د چټکتیا او جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو په یوه ګډه انلاین غونډه کې په هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی. ددغه هېوادونو دیپلوماتانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه لري او په دې باور دي چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده. ددوی په خبره د مرکزي اسیا هېوادونه په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي او تمه لري چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي او د لویو اقتصادي پروژو عملي کولو ته زمینه برابره شي. په کابل کې د یونما مشرې او په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو استازو هم ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې شي او روانه جګړه دې ژر تر ژره ختمه کړل شي. په ې غونډه کې حنیف اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ده او له دوی یې مننه کړې چې تل یې دلته د سولې او دایمي ثبات ملاتړ کړی دی.
































