امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هغو افغان ښځو ته وېزې صادروي چې په دغه هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ دی. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، امریکا په افغانستان کې اغېزمنو ښځو ته د کډوالۍ وېزې صادروي. راپور کې راغلي چې دا وېزې به په سیاسي ډګر کې مطرحو ښځو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالینو او مدني فعالانو ته ورکړل شي. دا راپور وروسته تر هغه دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره به افغانستان یو ځل بیا کلونه شاته لاړ شي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي چې طالبانو تغیر کړی دی او د خپل قانوني چوکاټ له مخې یې د زده کړو په ګډون د ښځو ټول حقونه منلي دي.
































