ملګري ملتونه وایي ښکېل اړخونه دې ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستانه شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په قطر او کابل کې یې د دواړو لورو له مشرانو سره پر روان وضعیت خبرې کړې دي. نوموړې ویلي په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړل شي، شخړې دې پای ته ورسېږي او په بېړنۍ توګه دې دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي. لاینز وایي چې د افغانستان د سولې مذاکرات د ملګرو ملتونو له هر اړخیز ملاتړ برخمن دي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. لاینز څو ورځې وړاندې دوحې ته تللې وه او هلته یې له طالبانو سره په خبرو کې د مذاکراتو پر دوام او بیا پیلېدو ټینګار کړی دی. نوموړې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت درک کړي.
































