افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ییز او با ثباته هېواد د جوړولو وړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران کې له افغان سیاسیونو او طالب استازو سره تر کتنې وروسته په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی. د ظریف په خبره د امریکا د ناکامۍ له امله افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي. ظریف ویلي له دواړو لورو سره یې لیدنه ګټوره وه او ایران هڅه کوي چې د سولې په برخه کې رغنده رول ولوبوي. ظریف وروسته له هغه دا څرګندونې کړې چې په تهران کې یې د طالبانو د قطر دفتر له یوه پلاوي او له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره وکتل. په دې کتنه کې پر افغان سوله او روان وضعیت خبرې شوې دي.
































