په ایران کې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ ناسته په دوستانه فضا کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو ویلي چې جګړه د هېواد او هېوادوالو په زیان ده. د تهران ناستې په ګډه اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپره کړې ده راغلي، په دې ناسته کې دواړو لوریو ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لار نه ده او د سولې لپاره روانې هلې ځلې باید لا ګړندۍ شي. اعلامیه کې راغلي، په یاده ناسته کې دواړو لوریو پرېکړه کړې، هغه موارد چې مشورې او لا ډېر وضاحت ته اړتیا لري لکه، له جګړې څخه تلپاتې سولې ته رسېدل، د طالبانو د خوښې وړ نظام او د ورته نورو موضوعاتو لپاره باید په نږدې راتلونکې کې بله ناسته هم ترسره شي څو دواړه لوري پکې یوې هوکړې ته ورسېږي. دواړو لوریو دغه راز د تهران ناسته د افغانستان د معضلې حل لپاره اغېزناکه بللې او د ستونزو پر ډیپلوماټیک حل یې ټینګار کړی دی
































