پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وايي، چې د جګړو له امله ورځ تر بلې د کورنیو بې ځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راځي. نوموړی وايي، تېرو شپږو میاشتو کې د جګړو له امله ۶۲۴۸۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. جیلاني زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د جګړو له امله د پنځو میلیونو په شااوخوا کې کورنۍ بې ځایه شوي چې ورته رسېدنه شوې. نوموړی وايي، دغه بې ځایه شوېو کورنیو ولسوالیو، لویو ښارونو، د ولایتونو مرکزونو او امن سیمو ته پناه وړې ده. په دې وروستیو دوو میاستو کې په ډېری ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې تر ډېره د دغو جګړو زیانونه ملکیانو ته رسیدلي.
































