د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د سولې توافق او جامع اوربند د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په ایران کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د غونډې جوړېدو ته په اشارې ویلي، دوی هیله من دي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د افغانستان په مسله کې په با مسوولیته شکل برخه واخلي. پرایس افغانستان کې د وروستیو جګړو او تاتریخوالي په اړه ویلی، هېڅ حکومت به چې د وسلې په زور افغانستان کې واک ته ورسېږي، مشروعیت او ملاتړ ونه لري.
































