د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې د افغانستان حکومت سقوط نه کوي او د نظام د پایښت لپاره ټول لازم ظرفیتونه لري. بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله له وینا وروسته وویل چې د افغانستان حکومت ۳۰۰زره مجهز وسله وال ځواکونه لري، په داسې حال کې چې د طالب جنګیالیو شمېر ۷۵زرو ته رسیږي. نوموړي په افغانستان کې د نظام د بقا په اړه وویل چې که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به د دغه هېواد نظام سقوط نشي. خو زیاته یې کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یو متحد هیواد نه و. بایډن وویل په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د روان کال د اګست په ۳۱ پای ته رسیږي. هغه زیاته کړه چې امریکا افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وه تللې. بایډن وویل د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته به هم د افغان ځواکونو تجهیز او ملاتړ ته دوام ورکړي.
































