د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د بشر پالنې نړیوال اصول او د جګړې قوانین مراعات کړي. د دې کمېسیون غړي او ویاند شکرالله مشکور ویلي، د جګړې هېڅ لوری اجازه نه لري چې له ملکي وګړو د ډال او له هستوګن ځایونو یې د سنګر په توګه استفاده وکړي. د نوموړي په خبره هغسې چې د جګړې د قوانینو له مخې ټولګټي تاسیسات خوندیتوب لري، شخصي هستوګن ځایونه هم خوندیتوب لري او باید د جګړې د لورو له خوا تر بریدونو لاندې رانه شي. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې وسله والو طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز کې د یو شمېر خلکو کورونه له دولت سره د همکارۍ په تور سوځولي دي. د مشکور په وینا په دې اړه دوی څېړنه کوي.
































